جرمني کې موټر چلوونکي پنځه کسان ټپیان کړي دي

comments 0

14 Views

هندوکش – جرمني: د میلادي کال په لومړي ورځ کې لږتر لږه په جرمني کې پنځه کسان ټپیان شوي دي
پیښه چې د جنورۍ اوله د نوي ميلادي کال د جشنونو پر مهال په نوردراین-وسټفالن کې شوې ده، حمله کوونکي ښکاره نيت درلود چې بهرنيان ووژني.
راپورونه وايي، حمله کوونکى چې ٥٠ کلن و، په څلورو موقعيتونو کې هغه خلک په نښه کړي چې بهرنيان ښکارېدل.
ځيني ټپي شوي کسان د سوريې او افغانستان دي.
د ايالت څارنوالان وايي، پوليسو دا پېښه هدف‌منده حمله بللې او څېړونکي وايي چې داسې اطلاعات شته چې دغه کس رواني ناروغي درلوده.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments