جرمني له 2016 کال وروسته 300 افغانان بیرته ستانه کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کدوالو چارو وزارت وایي چې تیره ورځ جرمني هیواد 69 کډوال بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د یاد وزارت په وینا،دغه کسان پرون په یوه الوتکه کې له مونشن ښاره کابل ته انتقال شول.
د ۲۰۱۶میلادي کال د ډیسمبر له میاشتې را په‎دې خوا چې جرمني د افغان پناه غوښتونکو ایستل پیل کړي دي، دا تر ټولو لویه ډله ده چې افغانستان ته لېږل کېږي.
که څه هم یاد هیواد تردی وړاندې په 2017 کال کې د کډوال دا بهیر ځنډولې وو خو یاد هېواد د سېپټمبر له میاشتې را وروسته درې ډوله افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي.
تر اوسه جرمني تر ۳۰۰ ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته استولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments