جرمني د داعش سره د اړیکو په تور درې کسان نیولي

comments 0

137 Views

هندوکش ــ جرمني: د جرمني چارواکو درې کسان چې ادعا کېږي د اسلامي دولت افراطي ډلې ملاتړي به وي، نيولي دي.
شک کېږي چې دغو کسانو پر غير مسلمانانو د بمي حملې لپاره چمتووالى نيوه.
په فرانکفورت کې څارنوالانو پرون سې شنبه وويل، افنباخ ښار ته څېرمه‌يې درې اپارتمانونه تلاشي کړي او دغه درې سړي يې نيولي دي.
چارواکي وايي په نيول شويو کسانو کې ٢٤ کلن جرمنی وګړی هم شامل دى او ده داسې مواد ترلاسه کړي وو چې د منفجره وسايلو په جوړولو کې کارول کېږي.
دغه کس د دې تر څنګ په انټرنټ کې د وسلو په اړه هم وب‌سايټونه کتلي وو.
د هغه دوه نور مشکوک ملګري د ترکيې تابعيت لري چې يو يې ٢٢ کلن او بل ٢١ کلن دى.
د فرانکفورت څارنوالې ناديې نيسن ویلي، د يوه جدي خطر مخه پر وخت ونيول شوه.
د هغې په خبره دغو مشکوکو کسانو ظاهراً په راين ماين سيمه کې کومه حمله پلان کړې وه، ترڅو ممکنه ده ګڼ کسان چې د دوى په باور بې‌عقيدې دي، ووژني.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments