جرمني د خلیلزاد شپږ پړاوه خبرې ناکامه وبللې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: جرمني بین الافغاني مذاکراتو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی.
جرمني د خلیلزاد په ابتکار د سولې شپږ پړاوه خبرې ناکامه بللي او ډاډ یې ښودلی چې دوی په یوه نوې پروسه پيل کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوز پوتزل سره کتلي.
پوتزل ولسمشر غني ته دوحې ته د خپل سفر او په نږدې راتلونکي کې بین الافغاني دیالوګ ته د چمتووالي په اړه مالومات ورکړي.
له دې وړاندې طالبانو هم ویلي و چې، جرمني افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د مرستې وړاندیز کړی.
هاخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم اروپا ته په وروستي سفر کې له جرمني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments