جرمني د افغانانو ویزې ارزوي

comments 0

1 Views

هندوکش – جرمنی: جرمني ته د ځینو ورتلونکو افغانانو ویزې ارزول کېږي.

د جرمني حکومت د هغو افغانانو د ویزو ارزونه کوي چې غواړي په دغه هېواد کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي.

هغه کسان چې غواړي په جرمني کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي، لومړی باید له افغانستانه ووځي.

خو دا چې کابل کې د جرمني قونسلګرۍ د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې تر برید وروسته تړل شوې، نو څوک چې غواړي د جرمني ویزه ترلاسه کړي، باید په اسلام‌اباد یا نوې ډهلي کې د جرمني قونسلګرۍ ته ورشي.

د جرمني د قانون له مخې، یو ځانګړی شمېر کسان چې د کورنیو غړي یې په جرمني کې مېشت دي، کولای شي چې له هغو سره یوځای شي.

د دغو شرایطو سره سم هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته ورکول کېږي.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments