جرمني او ناروې د مرستو ژمنه وکړه

comments 0

1334 Views

هندوکش – کابل: جرمني، ډنمارک او ناروې له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
تېره ورځ د جرمني، ډنمارک او ناروې تازه په دندو ګمارل شویو سفیرانو په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
اشرف غني له افغانستان سره د جرمني ډنمارک او ناروې هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي او یاد هېوادونه یې د افغانستان ښه همکاران بللي دي.
په کتنه کې له افغانستان سره د اقتصاد، امنیت، سولې او ثبات، ښوونې او روزنې، ټاکنو، د فساد مخنیوي او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او لازمو اسانتیاوو خبرې شوي دي.
د جرمني، ډنمارک او ناروې هېوادونو سفیرانو د نورو همکاریو ترڅنګ ژمنه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت لپاره اغیزمن کامونه پورته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments