جرمني او قطر غواړي افغان سولې لپاره شرایط برابر کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير له خپل جرمني سيال سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس له صلاح الدين رباني سره په برلين کې د کتنې پر مهال د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی دی.
د جرمني خبري اژانس په حواله، هايکو ماس په دې کتنه کې د بشري حقونو، د اقليتونو د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو يادونه هم کړې ده.
هایکو ماس ويلي، جرمني له قطر سره يوځاى دې ته تيار دى چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره شرايط برابر کړي، خو په دې شرط چې دغه اقدامات د دواړو لوريو ترمنځ واقعي مذاکرو ته زمينه برابره کړي. بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ويلي، د دغو مذاکراتو هدف بايد د تېرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو خونديتوب وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments