جرمني افغان سولې په تړاو حکومتي او طالب چارواکو سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: رویټرز خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، جرمني چارواکي هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د رویټرز په خبر کې راغلي چې، جرمني چارواکو زیاته کړې، طالبانو سره یې په وار وار ګټورې خبرې کړې دي او د دوی ټوله هڅه داده چې د افغان سولې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
خبر زیاتوي، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل یوازې تېره میاشت دوه ځلي په قطر کې له طالب استازي سره لیدلي او د افغان سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
نوموړي په کابل کې هم له افغان چارواکو سره پر سولې او پخلاینې خبرې کړي دي.
له طالبانو او افغان حکومت سره د پوتسل د خبرو ډېر جزیات رسنیز شوي نه دي.
رویټرز اژانس د پوتسل له قوله ویلي، افغانستان د سولې پر لور روان دی او اوسنی فرصت باید ضایع نه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments