جده کې پر افغان سوله خبرې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودی: سعودي رسنیو راپورونه ورکړي چې ټاکل شوې نن به په جده کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شي.
د سولې عالي شورا ویلي، د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه به ښې پایلې ولري.
د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ویلي، سعودي عربستان د وسله والو پر ملاتړو هېوادونو نفوذ او ښې اړیکې ورسره لري.
د مالوماتو له مخې نن سې شنبه به د اسلامي همکاریو سازمان لخوا د سعودي په جده ښار کې د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود په وړاندیز د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments