جاپان کې توپان پيل شو

comments 0

1 Views

هندوکش ـ جاپان: جاپان کې د ټرمي په نوم څلوریشتم توپان بیا پیل شوی.
د دغه توپان اصلي مرکز کانټو سیمه ګڼل شوی چې د ټرافیکو پر مخ یې ټولې لارې تړلې دي.
اونۍ وړاندې له سپوږمکۍ په اخیستل شويو انځورونو کې هم لیدل شوي و چې یو سخت توپان جاپان ته د نږدې کیدو په حال کې دی.
کونټو هغه سیمه ده چې پلازمینه توکیو هم په کې ده.
جاپان کې چارواکي وايي د دغه توپان د مخنیوي لپاره یې ټول مناسب تدابیر نیولي دي.
د ټرمي توپان له امله د سیمې ښوونځي او دولتي ادارې هم تړل شوي دي.
د هوا پیژندنې ادارې وايي د ټرمي توپان له کونټو څخه نورو سیمو ته هم د غځیدو په حال کې دی.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments