جاپان له افغانستان سره مرسته وکړه

comments 0

25 Views

هندوکش – کابل: جاپان په افغانستان کې د اومر ، ای ټي سي د ماین پاکولو موسسو او یوې بلې د مالدارۍ موسسې سره د یو اعشاریه دوه ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.
اومر د ماین پاکولو موسسه به زرګونه کسانو ته د ماینونو د خطر په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
د اومر موسسې مشر وویل چې په دې قرارداد سره به زیاتې ځمکې د ماین له خطره پاکې شي.
له دې سره د ای ټي سي موسسې وویل چې د پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې هغه ځایونه د ماین له خطره پآک کړي چې اوس د خلکو ژوند ګواښي.
د دې قرارداد بله برخه په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ده چې یوه موسسه به د مالدارۍ د ډاکټرانو د روزنې لپاره درې لوی مرکزونه جوړوي.
جاپان ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي او په نورو برخو کې به هم د افغانانو لاسنیوی وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments