جاپان: تویوتا (اسکای درایو) نومې الوتونکی موتر جوړوي

comments 0

0 Views

هندوکش – جاپان: تویوتا په خپل خپور شوي خبر کې ویلي چې «پلان لري ۲۰۱۸ کال کې الوتونکي موټر جوړ او نړیوالو ته وړاندې کړي».
د کمپنې په وینا: «د انسان د انتقالولو لومړنۍ آزموینه به د ۲۰۱۸ کال په پای کې ترسره شي چې اوس مهال دیړش کسیزې ډلې د سکای ډرایو جوړلو کار پیل کړی دې».
ټویوټا کمپنۍ کمپني وایې: «دغه موټر لپاره ۳۵۰۰۰۰ امریکايي ډالره نظر کې نیول شوي تر څو وکولای شو د دغه الوتونکی موټر ډېزاین ته رېښتینې بڼه ورکړو».
د الوتونکي موټر جوړوونکي ډله وايي چي: «د دغه موټر عامه بڼه به ۲۰۲۳ کي نړیوالو کاروونکو ته وړاندې سي چي د همدې موټر په مرسته به د اولمپېک مشال روښانه کړل سي».
د جوړوونکو په وینا دغه موټر به د نړۍ تر ټولو کوچنۍ الوتونکی موټر وي چې ۶۲ میل في ساعت سرعت سره الوتنه کوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply