جان نیکلسون: طالبان به په راتلونکو دوه کلونو کې تر خپلې ولکې لاندې سیمې له لاسه ورکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي قومندان د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته ویلي دي چې طالبان به په راتلونکو دوه کلونو کې ټولې هغه سیمې چې ددوی تر ولکې لاندې دي له لاسه ورکړي.
جنرال نیکولسن رسنیو ته ویلي دي: د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې مهالویش ندی ټاکلی خو نړیوال ځواکونو به د ترهګرو تر ځپلو او کاملې نابودۍ پورې دلته وي.
ښاغلي نیکلسون زیاته کړه متحده ایالات له پاکستان سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکې ده او دواړو هېوادونو پدې اړه سري مذاکرات پیل کړي دي
د یادونې وړ ده چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د افغانانو هیلې پیدا شوې دي .
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply