جاني خېل پرامنه ولسوالي شوه

comments 0

6 Views

هندوکش ـ ګرديز: د پکتیا خلک او ځايي چارواکي وايي، جاني خیل ولسوالي به روان کال د پکتیا تر ټولو پر امنه ولسوالي وي .

د جاني خیلو ولسوال وایي ، د ولسوالۍ ټولو قومونو خپلو سیمو کې د امنیت ساتلو ډاډ ورکړی او وسله والو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې دغه ولسوالي ناامنه کړي .

هلته خلک سره یو شوي چې هیڅکله به وسله والو ترهګرو ډلو ته په دې ولسوالۍ کې د فعالیت اجازه ور نه کړي چې دولت ضد کړنې پکې ترسره کړي او یا له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي.

جاني خیلو ولسوالۍ تیر کال دوه ځله وسله والو سقوط کړه خو د روان کال تر پیله په کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ښکاري.

ځايي خلکوبیا له ولایتي ادارې او مرکز غوښتي چې په دې ولسوالۍ کې د بیا رغونې کارونه پيل کړي او د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی پیدا کړي.

Share this page to Telegram

Comments