ثبات او همپالنه: که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي، لومړنۍ پایلې په ونه مني

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي، په هغو ۲۷ ولایتونو کې د رأیو په بیاشمېرنه او تفتیش کې درغلي شوې چې ددوی څارونکو په کې برخه نه درلوده .د دغې ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي وویل، له دوی سره په دې اړه اسناد او شواهد موجود دي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته به یې وسپاري.
دوی په دغو ولایتونو کې له سره د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش غوښتنه کوي، خو کمېسیون د درغلیو ادعا ردوي او چمتو نه دی چې دغه بهیر له سره پيل کړي.
د ټاکنو کمېسیون داسې مهال په دغو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ترسره کړ چې د ثبات او همپالنې ډلې دغه بهیر تحریم کړی و او غوښتنه یې دا وه چې کمېسیون د دوی په خبره ۳۰۰ زره هغه رأیې باطلې کړي چې په شرایطو برابرې نه دي.
د انتخاباتو کمېسیون که څه هم مني چې دغه رأیې له ټاکل شوي طرزالعمل سره برابرې نه دي، خو وايي ځکه معتبرې دي چې له نورو ټولو شرایطو برخمنې دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر دې وړاندي ویلي چې که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه ویل شي، لومړنۍ پایلې به ونه مني.
خو د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش د کورنیو او نړیوالو څارونکو په حضور کې شوی او تصمیم نه لري دغه کار له سره ترسره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments