تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د جګړې له امله ۱۴ زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

2487 Views

 

هندوکش – کابل: ملګري ملتونه وایې چې په افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د جګړې له امله څه باندې ۱۴ زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰۰ افغان ماشومان په جګړو کې وژل شوي او تر ۹ زرو زیات نور ژوبل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې ماشومانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لومړی درجه مسؤل وسله وال طالبان دي، او اندېښنه يې ښکاره کړې چې د دوی په جګړه کې د ملکیانو او په ځانګړې ډول د ماشومانو مرګ ژوبله په زیاتیدو ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments