تیفا: د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په ټاکلې نېټه اعلان کړل شي

comments 0

2622 Views

هندوکش – کابل: دغه بنسټ نن په یوه خبري غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کارکوونکو او کمېشنرانو غږ وکړ چې خپل کارونه دې په چټکۍ مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې دې په ټاکلې نېټه اعلان کړي.
ددغه بنسټ په وینا د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زږېدو سبب ګرځي. ټیفا دغه راز وایي چې په تېرو ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو.
ټیفا په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار کوي او زیاتوي ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي.
تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه کمیشنر مولانا عبدالله ویلي وو، چې کارونه پڅ مخ ته روان دي نو ځکه به لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه کړل شي، خو کمیسیون بیا وایي چې دوی هر څه د مهالوېش له مخې مخ ته وړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments