تیره ورځ دسکاټ میلر په ګډون یو لوړپوړي نظامي پلاوي هرات ولایت ته سفر کړي وو

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: تیره ورځ دناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر،دکورنیو چارو امنیتي معین جنرال خوشال سادات، دملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا دیوشمیر نورو لوړپوړو امنیتي او ملکي مسولینو په ګډون دهرات ولایت دامنیتي وضعیت دڅیړلو په خاطر سفر کړي ،یاد نظامي پلاوي دهرات ولایت دامنيتي حالت له څیړلو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول،دناټو عمومي قوماندان سکاټ میلر له رسینو سره په خبروکې ویلي دي: چې بهرني ځواکونو به تل دافغان ځواکونو ترشا ولاړ وي اودافغانستان دخلکوڅخه په ګډه ساتنه به ساتنه کوي.
دملي دفاع وزرات مرستیال له دخبري کنفرانس په څنډه کې وویل: طالبان په دې ورستیو کې له خورا ماتې سره مخامخ دي، او هڅه کوي په پوچو تبلیغاتو سره وسلوال ځواکونو په مختلفو نومونو سره بدنام کړي،نوموړي وايي دافغانستان دښمنانان به هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.
دکورنیو چارو امنیتي معین هم په یاد خبرې کنفرانس کې وینا وکړه : نوموړي زیاته کړه چې دکورنیو چارو ورازت په پام کې لري، دهرات او نور همسایه ولایتونو لپاره دځواکونو تشکلیل زیات کړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments