تیره شپه فاریاب کې د اوو قوماندانانو په ګدون ۱۲۶ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو کې تیره شپه د فاریاب ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۲۶ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د هندوکش نیوز خبریاله نجیبه سروري فاریاب نه په یوه تیلفوني اړیکې کې وویل چې: افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب په خیرآباد، قدوغک،قروق،لاش،چشمه سنګین، چیچکتوی او قیصار ولسوالیو کې ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ۱۲۶ تنه مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې نامتو قومندانان لکه: ( ملا عبدالرحیم، ملایوسف ذبیح، ملا سلام، سید اسمعیل، ملا روح الله، قاري منان، جهانګیر ګرزن، قاري دوست محمد او قاري عبدالغفور) هم شامل دي.
د نوموړي په وینا یادو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه هم ټپیان شوي دي.
په دې اړه تر اوسه طالب وسله والې ډلې بیا څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply