تڼیو سیمه کې اغزن تار لیرې شو

comments 0

11 Views

هندوکش – خوست: خوست کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستانیو ځواکونو لګول شوی اغزن تار لیرې کړای شو.
ځايي سرچینې وايي، پاکستانیو ځواکونو په تڼیو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښې دغه اغزن تار شاوخوا ۲۰ مټره راوړاندې کړی و، چې تېره ورځ ناوخته بېرته افغان ځواکونو له منځه یوړ.
ویل کېږي چې دغه کار د افغان او پاکستانیو ځواکونو په توافق شوی دی.
پاکستان هڅه کوي په ټوله ډیورنډ فرضي کرښه اغزن تار تاو کړي او په ځینو سیمو کې وړاندې راغلي، خو ځايي خلک او افغان ځواکونه اجازه نه ورکوي.
د خوست او پکتیا ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې څو ځل له پاکستاني ځواکونو سره خلکو نښته وکړه چې اغزن سیم مخه ونیسي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments