تګاب کې د طالبانو پرضد عملیات پیل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کاپیسا: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وايي، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې یې د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي چې ۸ طالبان پکې وژل شوي دي.
د سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیري وایي، عملیات تېره ورځ په تګاب ولسوالۍ کې شوي چې افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
د فقیري په خبره، عملیاتو کې د تګاب ولسوالۍ شګې، شلوتې او باباخېلو کلي هم د طالبانو له شتون پاک شوي دي.
د پوځ مسوولین وایي، په دې سیمو کې به تر هغې چاڼیزو عملیاتو ته دوام ورکړي چې سیمې د طالبانو له شتون پاکې او ګواښونه له منځه یوسي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *