تښتول شوي دوه چنایان دداعش لخوا ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د داعش خبري شبکې (اعماق) په داګه کړې چې دوه چنایي وګړي چې تیره میاشت یې تښتولي وول وژلې او افغانستان ترڅنګ ایران کې هم وروستي بړیدونه ددې ډلې لخوا ترسره شوي دي.
داعش ادعا کوي چې تښتول شوي چنایان مزدورکاران ول خو بیا د چین سفارت په پاکستان کې وایې دغه دوه چیني وګړي پاکستان ته د اردو ژپې زدکړې په موخه راغلي ول چې دداعش لخوا وژل شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ دغه چینایي وګړي د پاکستان بلوچستان ایالت ته نژدې ساتل کیدل چې اوس مهال داعش ډله پکې پراخ فعالیت لړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتې چارواکو ویلي ول چې وروستي بریدونه د آی اس آی پلان سره سم د حقاني شبکې لخوا افغانستان کې ترسره شوي دي.

فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *