تړمپ: نه غواړو د سوریې بې پایلو جګړو کې ښکیل پاتې شو

comments 0

1361 Views

هندوکش – امریکا: د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ پر خپل ټویټر پاڼۍ لیکلي چې، نه غواړي په بې پایه جګړو کې ښکېل پاتې شي په داسې حال کې چې دوی له دې سیمې ۷۰۰۰ میله لرې پراته دي.
د رسنیو په حوال او ټویټر پر بنسټ نوموړي زیاته کړې، په یاده سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه د ترکیې، اروپا، ایران، او روسیې کار دی.
نوموړي دغه راز ویلي، که چېرته داعش ډله دوی ته د زیان رسولو هڅه وکړي نو جرړې به یې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې هم نوموړي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په خبرو کې ویلي وو، دوی نه غواړي په یاده سیمه کې د ترکي ځواکونو ترڅنګ د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې برخه واخلي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments