تړمپ لخوا افغانستان لپاره د نوي سفیر ګومارنه د امریکې سنا مجلس تایید کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې تیره ورځ افغانستان لپاره د تړمپ نومول شوي نوي سفیر ته د تایید رایه ورکړه.
تړمپ افغانستان لپاره نوي سفیر جان باس نومولې چې هغه تردې وړاندې په ترکیه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده په مخ وړله.
د امریکا سنا جرګې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، کابل لپاره دامریکا نوی سفیرد ترکیې ترڅنګ په عراق، اېټالیا، چاډ او بلجیم کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه هم ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر تړمپ د افغانستان لپاره خپله نوې پوځي ،اقتصادي اوسیاسي ستراتیژي پایله اعلان کړه.
نوي استراتیژي کې افغان حکومت ته پوځي تجهیزات ،مهمات ،چورلکي او وسلې ورکول هم شامل دي چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا به ورکول کیږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply