تړمپ: طالبان پر خپل وروستي برید پښیمانه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان پر خپل وروستي برید پښېمانه دي او دده په وینا لار ورباندې ورکه شوې ده.
ټرمپ وایي طالبان هېڅ وخت دومره سخت نه وو ځپل شوي لکه په دې وروستیو کې چې نظامي فشارونه ورباندې ډېر شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په کابل کې ځانمرګی برید کول د طالبانو لپاره ښه مفکوره نه وه او اوس پر خپل کار پښېمانه دي.
د ټرمپ له څرګندونو ښکاري چې نوموړی له طالبانو سره د خبرو لپاره پر نوو لارو چارو غور کوي.
د امریکا ولسمشر په ناڅاپي توګه له طالبانو سره ۹ میاشتني مذاکرات لغوه کړل.
نوموړي وویل، چې طالبان له مذاکراتو سره هممهاله خونړي ځانمرګي بریدونه کوي نو امریکا هم له دوی سره د مذاکراتو پر ځای باید جګړه وکړي او دغه ډله باید وځپي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments