تړمپ خپلو لوړ پوړو امنیتي چاروکو سره د طالبانو پر مسئلې خبری کړي

comments 0

26 Views

هندوکش – امریکا: ټرمپ په یوه ټویټ کې دا غونډه ښه یاده کړې او د سولې په برخه کې یې له پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې تیره ورځ په سیمیز وخت ماسپیښین مهال د ټرمپ په ګډون د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران، د سي آی اې مشره او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په سپینه ماڼۍ کې سره جرګه شول او له طالبانو سره پر روانو مذاکراتو یې بحثونه او مشورې وکړې.
د سپینې ماڼۍ لخوا هم په یوه خپره شوې اعلامیه کې دا بحثونه ښه ارزول شوي او زیاته شوې ده چې دا بحثونه د وروستۍ موافقتنامې پر لاسلیک او دا چې افغانستان ته بشپړه سوله راشي، ور ټول وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، چې په څلورو واړو موضوعاتو( د بهرنیو سرتیرو وتل، د تاوتریخوالي کموالی، له افغان خاورې امریکا ته تضمین او بین الافغاني مذاکراتو) یې مهم او جدي بحثونه کړي او په دې برخه کې ښه پرمختګونه لري.
بل لور ته د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لا هم یوه برخه بحثونه پاتې دي چې د بشپړ اوربند منل او د طالبانو لخوا د القاعدې ډلې د مبارزې غندل او ورسره د اړیکو پریکون یې مهم بریښي او ښایي نهم پړاو ته هم دا خبرې وغځیږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments