تړمپ: ترکیه به د امریکا بنډیزونو سره مخ کړو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: دا څرګندونې د تړمپ په یوه نوي ټویت کې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نه غواړي هغې جګړه کې ځان ښکېل کړي چې د دوو ملتونو ترمنځ یې شاوخوا ۲۰۰ کاله دوام پیدا کړی دی.
هغه پر خپل ټویټر تازه ټویټ کې لیکلي، ترکیې سره جګړه نه کوي خو سختو بندیزونو ته دې منتظر اوسي. د نوموړي له دې ټویټ سره د ترکيې د پولي واحد (لیرې) ارزښت هم پام وړ ټیټ شوی دی.
نوموړي ویلي، کردیانو یو شمېر بندیان ازاد کړي او ښایي د هغوی موخه دا وي چې دوی هم په دې جګړه کې دخیل کړي خو دوی نه غواړي په یوه ناپایه جګړه کې ښکېل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې پر راس العین ښار د ترکي ځواکونو تر کنټرول وروسته کردیانو وویل، دوی نور د داعشي جنګیالیو د ساتلو مسوولیت نه لري.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments