تړامپ پر ایراني مشرانو د بنډیز امر لاسلیک کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د مشر ایت الله علي خامنه‌اي په ګډون د دې هېواد پر نورو لوړ پوړو چارواکو د بندیزنو امر لاسلیک کړ.
د امريکا ولسمشر څو ورځې وروسته له هغه چې ایران د امريکا یوه بې پیلوټه الوتکه وويشته، د یوه امر په لاسلیکولو سره پر ایران نوي بنديزونه ولګول.
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د دې امر د لاسلیک پر مهال وويل، موږ به پر ایران فشارونو ته دوام ورکړو او ایران به هېڅ‌کله اټمي وسلې جوړې نه‌کړي.
ټرمپ زياته کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه غواړي:” د امريکا ملت له سولې سره مینه لري. موږ له ایران سره جګړه نه غواړو. زه هغې ورځې ته په تمه یم چې ټول بندیزونه لېرې شي او ایران وکړای شي یو سوله‌یيز، بریالی او ګټور هېواد شي. دا کار ډېر ژر هم کېدای شي لکه سبا او یا هم څو کلونه وروسته. نو د دوی له‌خوا که هر څوک غواړي خبرې وکړي، ورسره خبرو ته په تمه یم.”
ده وویل چې د بې پیلوټه الوتکې د ویشتل کېدو له پيښې پرته هم ټاکل شوې وه امريکا پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تيرې پنجشنبې په ورځ وویل چې په جنوبي ولایت هرمزګان کې يې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه چې جاسوسي يې کوله، ویشتلې ده.
خو یوه ورځ وروسته د امريکا ولسمشر وويل چې د دې پيښې په غبرګون کې نيږدې وه د ایران پر وړاندې هوايي حملې شوي وای خو د بې ګناه خلکو د وژل کېدو د امکان له کبله له دې پرېکړې پر شا شو.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت تېرکال د ایران او نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې ووت او له هغه راهيسې يې څو ځلي پر ایران بندیزونه لګولي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments