توپچي بریدونو کې طالبان وژل شوي

comments 0

2400 Views

هندوکش – کندهار: سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، خاکریز ولسوالۍ کې پوځ توپچي بریدونه کړي چې نهه طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.
د اتل قول اردو ویاند یحی علوي وایي، بریدونه د طالبانو په یو مرکز شوي چې ۴ طالبان پکې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې طالبانو د کندهار په هوایي ډګر راکټي بریدونه کړي چې زیان یې نه دی اړولی.
سویل کې د نړیوالو ځواکونو ویاند ویلي چې د بریدونو په ځواب کې د طالبانو هغه توغندۍ له منځه وړل شوی چې د برید لپاره چمتو شوی و.
د بریدونو په تړاو سیمه کې درې کسان نیول شوي چې تر پوښتنو لاندې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments