تورخم کې نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار اړوند تورخم ښارګوټې کې ۲۷ کیلو ګرامه نشه یې توکې ونیول شول .
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټې کې د پولیسو له لورې په یو بار وړونکي موټر کې ځآی پر ځای شوي ۲۶ کیلو ګرامه هیروین او یو کیلو ګرام د شیشې په نوم نشه یې توکې ونیول شول .
د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې، یاد توکې له کابل ولایت څخه پاکستان ته لیږدول کیدل،چې په تورخم ښارګوټې کې هغه مهال ونیول شول،چې له لیږدونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي وو.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments