تندر: قول اردو: ۱۸ ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – میدان وردک: د تندر قول اردو مسوولین وایي، تېره ورځ او شپه کې یې په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۸ ترهګر وژلي او پنځه نور ټپيان دي.
د تندر قول ارود څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي: د میدان وردګ په دایمردادو کې د عملیاتو پرمهال یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې د غزني په شهباز سیمه هم د پوځ مسوولینو عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۸ ترهګر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې ډاډ ښودل شوی چې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې او د عملیاتو پرمهال یې زیاتې سیمې له طالبانو نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *