تندر قول اردو: د غزني پر لویه لاره لسګونه وسله وال وژل شوي

comments 0

59 Views

تندر قول اردو د غزني د دوهم نمبر لویې لارې په اوږدو کې د ماینونو د پاکولو او د دې لارې د خلاصولو په مقصد د عملیاتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول ویلی، دا عملیات د غزني او پکتیکا ترمینځ د لویې لارې د پرانیستو په مقصد د هوايي او توپچي ځواکونو په مرسته د غويي په ۴مه پیل شول چې تر پرون ورځې پورې یې دوام وکړ.
ښاغلی مومند وايي چې په دې ترڅ کې ۱۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاتوي: “په دې عملیاتو کې چې د اکمالاتي کتارونو د ازادانه تګ راتګ په موخه وشول، سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان دي، همداراز دوه تنه وسله وال ترهګر ژوندي نیول شوي دي.”
ښاغلی مومند وايي چې په دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments