تندر قول اردو:عملیاتو کې ۱۴ ترهګرو ته مرګ ژوبله اووښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: په سویل ختیز زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د عملیاتو پرمهال ۱۴ ترهګر وژلي او ټپيان کړي دي.
له قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د وردګو د جلریز ولسوالۍ خمار کهنه دره، ملاخېل او زیور سیمو کې د عملیاتو پر مهال څلور ترهګر وژلي، دوه یې ټپيان کړي او لس عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ جمال قلعه په سیمه کې له طالبانو سره مخامخ جګړه کې درې ترهګر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه لیکيچې د زرمت ولسوالۍ پل خندق سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي چې دوه ترهګر پکې وژل شوي او وسلې او موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *