تـیره شـوه / یوسف خدمتګار

comments 0

1 Views

سـتا د لـیـدو پــه انـتــظار زمـا ځـوانـي تــیره شـــوه
ستا هـم د ګل پـه څـیر ښکلا حُسن خاني تـیره شـوه
موزي پرې نه ښووم چې جوړې کـړم د کلي کوڅي
ورځ په جګـړه او شـپه مې ټـوله باراني تـیره شوه
تـا سـره مـیـنـه پــه سـاحـل کـې د ګـلانـو کـــرل
هـره څـپـه د سـمـنـدر پـرې بـارانـي تـیـره شــوه
لکه بې وزله بزګر ناست لاس په دوعـا آسـمان تـه
اورښـت ونـه شولـو د لـلمې دهـقـاني تــیـره شــوه
ستا خـپرې څـڼې مې په ځپل هـنرراټولې نـه کـړې
بس لـیونـتوب د ځوانۍ تـیرشـو نادانـي تـیره شــوه
زه هـم پـه یوځای پاتې نـه شومه ټوټـه ټوټـه شـوم
که یـو وجـود نه شوم کیسه مې تاواني تـیره شوه
دخـدمـتګار د منزل لارې اوس روښانه ښکاري
که لاس دې راکـړلـو نـو دا پـریشاني تـیـره شـوه

Share this page to Telegram

Comments