تر هغه چې طالبان په پاکستان کې ختم نشي په افغانستان کې نه ختميږي

comments 0

201 Views

هندوکش: يو امریکايي جنرال اوس اوس ويلي دي تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه يو نه وړل شي په افغانستان کې آرامي نه راځي.

جنرال مارک ميلي د امریکا سنا ته د خبرو پر مهال ويلي دي چې په پاکستان کې فعال ترهګر له منځه وړل به ترهګر مات کړي.

نوموړی وايي:« چې په پآکستان کې د ترهګرو مرکزونه وي په افغانستان کې يي ماتيدل سخت دي ځکه هلته د دوی د تولید مرکزونه دي.»

نوموړی وايي:« که نړۍ غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي دا کار باید له پاکستانه را پيل شي او پاکستان ددې ستونزو د حل يوه برخه ده ځکه د ترهګرو مشران، روزنيز مراکز او جلب او جذب هلته کيږي.»

نوموړی وايي:« د طالبانو، حقاني شبکې او داعش په ګډون هيڅ ترهګره ډله نشي کړای افغان ځواکونه مات کړي ځکه دوی په هر حالت کې په پوره ميړانه د خپل وطن د ساتنې روحيه لري.»

نوموړی غوښتنه کوي چې پر پاکستان باید فشارونه ډير شي او د افغان ځواکونو پياوړتيا ته په هر حالت کې لومړيتوب ورکول شي.

نوموړي يادې خبرې په داسې حال کې کړي دي چې په افغانستان کې تر لسو د ډيرو ترهګرو ډلو د مشرانو کورونه، روزنیز مراکز، د سوق او اداري مراکز په پآکستان کې دي او د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره يي ملاتړ کوي.

دې امریکايي جنرال يادې خبرې په داسې حال کې کړي دي چې پاکستان اوس اوس له طالبانو د اجيرې مليشې په توګه د ګټه اخيستو په لړکې ایرانيان او روسان هم دې جګړې ته را ګډ کړي دي او په پيښور کې روسانو کوسنلګري د همدې په خاطر پرانيستې څو له طالب مشرانو سره چې په پاکستان کې دي په اسانۍ سره ولیدای شي.

Share this page to Telegram

Comments