ترکیې یوځل بیا ناقانونه افغان کډوال نیولي

comments 0

37 Views

هندوکش – ترکیه: ترکي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چی په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال چې د پلاستیکي کوچنیو کښتیو سره يي د یونان د میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.
په نیول شوو کډوالو کې ۴۲ تنه ماشومان دي.
د رسنیو له مخې، د ایژې په سیمه کې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې د دوې منسوبینو د غیرې قانوني کډوالو پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې ۸۷ تنه غیرې قانوني افغان کډوال چې د پلاستیکي کوچنیو کښتیو سره د یونان د میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.
په لومړنیو عملیاتو کې د ایوه جیک ولسوالۍ د قدرګه بورنو په سواحلو کې ۲۴ تنه کډوال چې ۱۶ تنه يي ماشومان او ۴ تنه يي ښځې وې ونیول شول.
همداشان په دویمو عملیاتو کې هم په عینې سیمه کې ۶۳ تنه چې ۲۶ تنه يي ماشومان او ۱۶ تنه يي ښځې وې ونیول شول.
نیول شوي کډوال د سواحلو د امنیت د ځواکونو په کښتیو کې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ته د راوستل شول او وروسته د ایوه جیک ولسوالۍ کډوالو د بیرته رستنولو مرکز ته وسپارل شول.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments