ترکیې کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

comments 0

3293 Views

هندوکش – ترکیه: د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کښتۍ د یاد شوي ولایت د ایوه لک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په اوبو کې ډوبه شوې ده .
د یاد شوي ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ۲ میاشتني د غیږي ماشوم او د تن بل ماشوم ژوند لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي دي.
د ایوه لیک ولسوالۍ ځايي مقاماتو ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبیدو نه سمدلاسه وروسته د سواحلو د امنیت ځواکونو ته د کښتۍ د ډوبیدو په اړه راپور رارسیدلی دی. د سواحلو د امنیت قومندانۍ د یوې الوتکې او څلورو کښتیو سره د ژغورنې ډلې سیمې ته والیږلې.
د ژغورنې ډلو ۳۳ تنه کډوال ژوندي وژغول او د دوو تنو ماشومانو مړي د اوبو نه راویستل.
ژغورل شوو کډوالو ویلي وو چې په کښتۍ ۳۵ تنو شتون درلود چې ۳۳ تنه يي ژوندي ژغورل شوي او دوو تنو ماشومانو مړي د اوبو نه راویستل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments