ترکیې د امریکا غوښتنه رد او د پوځی عملیاتو پر دوام یې تینګار کړې

comments 0

1 Views

هندوکش – ترکیه: ترکي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د ترکيې ولسمشر د سوريې شمال کي د اوربند په تړاو د امريکا غوښتنه رد کړه او وايي د واشنگټن له خوا د لګول شويو بنديزونو سره – سره د کوردي ځواکونو پر وړاندي به يې پوځي عمليات دوام وکړي.
د هغه دا څرگندوني داسي مهال راځي چي د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ترکيې ته د سفر تيارى نيسي چي د اوربند د يوې هوکړي له پاره هڅه وکړي.
په همدې حال کي د سوريې له پاره د روسيې د ولسمشر استازى وايي ترکيه حق نه لري، چي په سوريه کي خپل ځواکونه د تل لپاره وساتي.
داسي حال کي چي د سوریې شمال کي د ترک پوځ عملیات روان دي، روسیې ویلي، دوی به د سوریې او ترکیې پوځونه خپلمنځي نښتو ته نه پرېږدي. روسیه د سوریې ولسشمر بشارالاسد حکومت له مهمو متحدینو یو دی.
د سوریې له پاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورینتيېف وايي: “دا به هيڅ د زغملو نه وي او له همدې کبله به موږ په هیڅ صورت د داسي کېدو اجازه ور نه کړو.”
ترکي چارواکي ادعاء کوي چي د پولي له سیمي یې د کوردي ځواکونو پر شا تمبولو په موخه دغه عملیات پیل کړي دي. تر اوسه په نښتو کي لسګونه ملکي خلک وژل سوي دي او ملګري ملتونه وايي، لږ تر لږه ۱۶۰ زره کسان په سیمه کي له خپل کور کلي تښتېدلي دي.
ښاغلي لاورینتيېف متحدو عربي اماراتو ته د یوه سفر پر مهال د سوریې په خاوره کي د ترک پوځ عملیات د ‘نه منلو وړ’ بللي.
نوموړي زیاته کړه، ترکي او سوریايي چارواکو په اړیکه کي دي چي د کوم احتمالي بحران مخه ونیوله سي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments