ترکیې: د ابوبکرالبغدادي خور د نیول کیدو خبر ورکړ

comments 0

125 Views

هندوکش ــ ترکیه: ترکیي ویلي چې د شمال ختیځ اغزاز ښار کې یې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکرالبغدادي خور نیولې ده او اوس مهال د هغی نه څیړنې روانې دي.
۶۵ کلنه رسمیه عواد په عملیاتو کې د سوریې پولې ته نژدې نیول شوې ده له نوموړې سره د نیول کېدو پرمهال د هغې پنځه بچیان هم وو.
یوه ترکي چارواکي ویلي هیله مو دا ده چې د البغدادي له خور نه د داعش ډلې په اړه ډېر استخباراتي معلومات ترلاسه کړو.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments