ترکیه کې په وروستۍ زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی

comments 0

18 Views

هندوکش ــ ترکیه: د رپوټونو پر اساس، په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی او تر ۱۰۰۰ زیات وګړي زخمیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د ترکیې ختیځې سیمې د جمعې په ماخوستن سختې زلزلې چې شدت یې د رېشتر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې و، ولړزولې.
د ترکیې حکومت ویلي چې ډېر خلک له دې امله چې شپه وه او د زلزلې له امله کورونه را نړېدلي، مړه او زخمیان شوي دي. ډاکټرانو ویلي چې تر ۹۲۰ زیات وګړي په روغتونو کې بستر شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ژغورنې کارکونکي هڅه کوي هغه کسان چې تر نړېدلو ودانیو لاندې شوي، پېدا کړي. د رپوټونو په حواله ، ۳۰ کسان لا هم ورک دي.
د سوریې او ایران رسنیو هم ویلي چې په ځيني سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د لبنان رسنیو ویلي چې په ترېپولي او بېروت کې یوشمېر سیمې زلزلې لړزولې دي.
ترکیه د زلزلو پر کرښه پرته ده او له دې امله په دې هېواد کې وخت ناوخته زلزلې کېږي.
په ترکیه کې په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د زلزلې له امله ۱۷ زره کسان مړه او تر ۵۰۰ زره زیات وګړي بې کوره شوي وو.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments