ترکیه د سیمې هېوادونه نږدې کوي

comments 0

2 Views

هندوکش – ترکیه: مخکښ طالب چارواکي مولوی عبدالرحمن نیازي له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی د ترکيې له لوري د سولې لپاره له تازه هڅو قدر دانی کوي .

په خبر پاڼه کې راغلي چې د ترکیې ولسمشر اوسنۍ پالیسي د مسلمانانو تر منځ همغږي او یووالی ټینګولی شي.

د مولوي عبدالرحمن نیازي له قوله لیکل شوي چې د بهرنیو سرتیرو وتل د ټولو ستونزو حل دی او د عامه مسایلو حل یواځې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو او لیدو کتو بغیر ناممکن دی.

دغه پخواني طالب چارواکي دا څرګندونې د طالبانو له اوسني دریځ سره په ټکر دي، طالبان دا فغان حکومت سره د خبرو پر ځای بهرنیانو سره په لیدو کاتو ټینګار کوي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments