ترکي بورقي

comments 0

0 Views

اړین توکي :

د فتا پنیر – ۲۰۰ ګرامه

هګۍ – ۱ دانه

گشنیز – ۱ قاشوغه ( میده شوي)

تازه نعناع – ۱ قاشوغه ( میده شوې )

تازه شبد – ۱ قاشوغه ( میده شوې )

د یوفکا اوړه – ۸ تر ۱۲ پاڼې

غوړي – د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه
لومړی هګۍ ، ګشنیز ، نعنا او تازه شبد په یوه لوښي کې اچوو ، بیا پنیر ورسره ګ‌‌‌‌‌‌ډوو ، د پنیر له مایې او سبزیجاتو یوه قاشوغه د یوفکا په اړو د یو سانتي متر په واټن اچوو او وروسته بیا له دواړو خواوو د اوړو نیسو راټولوو یې او لوله کوو یې د اوړو کونجونه د ګوتې په وسیله بندوو دا ددې سبب کېږي چې اوړه په غوړیو کې خلاص نشي همداسې ټول توکي جوړوو .
اوس غوړي د اور په لمبه اېږدو او له 5 تر 6 دقیقو یې سره کوو تر څو رنګ یې سور شي ، وروسته یې ژر نوش جان کړئ ځکه چې ساړه یې خوند نلري.

Share this page to Telegram

Comments