ترکمنستان افغانستان په پروژو کې شریکوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ترکمنستان: لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان شریکول د سیمې امنیت ته مهمه ده.
د ترکمنستان ولسمشر قربان ‌قلي بردي‌محمدوف ويلي، په لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان شریکول به د سیمې د امنیت د ټينګښت لپاره مهمه وي او له ترورېزم سره مبارزه د منځنۍ اسیا د سیمه ‎ییزې سټراتيژۍ په سر کې ځای لري.
بردي ‌محمدوف د ملګرو ملتونو درې اویایمې عمومي اسامبلۍ ته وینا کې ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره ډېر مهم دی.
قربان قلي ویلي، باور یې دا دی چې افغانستان د انرژۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو د لویو پروژو په پلې کولو کې د یوه بشپړ شریک په توګه شامل کړي.
ترکمنستان په تېر کې هم د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همکارۍ سینه ډبولې او ویلي یې دي چې چمتو دی د افغان سولې له خبرو کوربه‎توب وکړي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments