تروریستان هیڅ دین، مذهب او قوم ته درناوې نلري / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

تروریستان هیڅ دین، مذهب، فکر، قوم، سمت او ژبې پورې تړاو نلري، هغوې یواځې او یواځې وژنې، وینې تویولو، ویره خپرولو، کلیو، کورونو او ښارونو ورانولو او ویجاړولو لپاره منځته راغلي.
نفرتونه زیږوي، نفاق ته لمن وهي، دمسلمانانو مرګ ژوبله روا ګڼي، ویره وحشت او دهشت خپروي…
د تروریستانو له غیراسلامي او غیر اخلاقي کړونو په ډاګه کيږي چې دوې په یو ډول رواني ناروغۍ اخته دي، د انسانانو د وژلو، وینې تویولو، کلیو کورونو کنډواله کولو، ماشومانو یتیمولو او میندو د بورولو څخه خوند اخلي او خپلي خوښي د نورو په غم ماتم کې لټوي.
تر دې ټولو خطرناکه خبره داده چې دوې په شعوري ډول دې ته کار کوي چې د اسلام سپیڅلې نوم نړیوالو، د نورو ادیانو پیروانو او خپله مسلمانانو ته بدنام کړي او خلکو ته داسې څرګنده کړي چې ګویا اسلام د وحشت، دهشت ، وژنی، وينې تویولو او بېرحمه دین دی.
دا کوم ډول عقیده، جهاد، مذهب دې؟ چې د عالم، ښوونکي، خطیب، سپین ږیرې وینی بهول او د جومات منبر او په جنازه کې د خلکووژنه روا دی!!!
تازه بیلګه ئی پرونۍ د شهداوو او معلولینو معنیت باندې په کابل کې چې زمونږ مسلمانان ورونه، خویندې او تنکی ماشومانان د خپلو شهیدانو په کارونو پسې له کوره وتلې وو چې د شهیدانو او معلولینو د بچیانو حقوق تر لاسه کړي ورباندې تهاجمی او موتر بم حملې تر سره شوي، چې بدبختانه د دین او انسانیت دښمنانو تروریستانو په پایله کې ئې یو ګڼ شمیر شهیدان او نورئې ټپيان کړل.
د اسلام سپیڅلي او له ترحم نه ډک دین د غیرمسلمان مرګ ژوبله روا نګڼي پاتې خو لا د مسلمان وژنه(بآی ذنب قتلت) صدق الله العظیم ژباړه : په څه ګناه ووژل شو؟!!!
د دې اجرتي قاتلانو له دې وحشت څخه څرګندیږي چې دوې هيڅ ډول مذهبي او دیني مراسمو ته ژمن او باورمن ندي.
نه جومات، نه مدرسه، نه جنازه، نه ملا، مدرس او نه لمونځ ګزار له دوی نه خوندي پاتي دي.
د تروریستانو لدې جنایاتو او کړنو په روښانه ډول په ډاګه کيږي چې دوې ترټولو د اسلام او بشریت ستر دښمنان دي غواړي چې پخپلو دی وژنو، وراني او وحشتونو د اسلام ترنامه لاندې د اسلام سپیڅلي څېره نړیوالو ته بدنامه او له وحشت ډکه وروپيژني، او پدي ډول ځانونه خپلو ناوړو موخو ته ورسوي او خپل بهرني باداران او استخباراتي کړئ خوښې کړی او په بدله کې ئې یو څو پیسې لاس ته راوړي.
درنو او عزتمندو هېوادوالو:
که غواړئ چې نور د دې ډول جنایاتو او وژنو مخه ونیسو او خپل مظلوم او کړیدلې ولس له دې ډول پيښو او مصیبتونو وژغورو نو یواخنې لاره ئې دا ده چې ټول سره خپلو کې د یو والي لاسونه ورکړو او د خپلو امنیتی ځواکونو سره همکاری او همغږي ولرو. د مشکوکو کسانو په هکله خپلو امنیتی ادارو ته اطلاع ورکړو، تروریستانو ته په هیڅ ډول پناه ورنکړو څوک چې ورسره لاس لري او مرسته کوي هغوی د قانون منګولو ته وسپارو، خپل تنکې ځوانان پدې پوه او آګاه کړو چې تروریستان د اسلام او بشریت ترټولو ستردښمنان دي، ترڅو د دې اجیرو او مزدورو جنایتکارانو د پروپاګنډې د اغیز لاندې رانشي .

Share this page to Telegram

Comments