ترهګر په هیچا رحم نه کوي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

ترهګرو په تېرو اتلس کلونو کې له افغانانو دومره کادرونه اخیستي چې حساب یې نه کیږی، خو لا هم د افغانانو په وینه یې تنده نه ده ماتې او اوس یې هغو کسانو ته مخه کړه چې افغانانو ته یې خیر رسیږي.
ترهګر په هیڅ دین او مذهب نه دی، ان انسانیت کې یې شک دی، ځکه انسان څنګه کولی شي یو داسې انسان باندې برید وکړي چې خپل وطن یې پريښی او افغانستان کې بزګرو سره مشورې شریکوي او للمي ځمکې ورته خړوب کوي.
د جاپان اوسیدونکی تتس ناکامورا چې پنځلس کاله یې د افغانانو لپاره د زراعت د پراختیا برخه کې کار وکړ د چهارشنبې په سهار جلال اباد ښار کې یو برید په ترڅ لومړی ټپي او بیا روغتون کې ساه ورکړه.
ناکامورا وژل کیدلو د عامو خلکو تر څنګ د مسوولو چارواکو، او ملګرو ملتونو غبرګونه هم راپورته کړي.
د ولسمشر د ناکامورا په وژنه خواشینې ښودلې او مسوولو ادارو ته یې د دې پېښې د جدي پلټنې لارښوونه کړې.
ولسمشر په یوه اعلامیه کې لیکلي (( دا چې زموږ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ داخلي او بهرني ذلیل دښمنان زموږ پرمختګ، ابادي او د ولس سوکالي نشي زغملی، نو په ډېرې بې رحمۍ سره زموږ د وطن په خواخوږو دوستانو دغه راز بزدلانه بریدونه کوي. د پېښې له خبریدو سره جوخت مې اړوندو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د پېښې جدي پلټنه وکړي او د برید اصلي مسوولان هر څومره ژر چې کېږي د قانون منګولو ته وسپاري.))
د ولسمشر تر څنګ بیا اجراییه ریاست د تتس ناکامورا وژل کیدل له ویر ډک عمل یاد کړی او امنیتي ارګانونو ته د قاتلینو ژر تر ژره نیولو سپارښتنه کړي ده.
اجرایه ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکي، ((په خیریه بنسټ برید د هغو خلکو کار دی چې افغانستان کې د ښیرازي او بیا رغوني پروژو پلی کولو مخالف دي، او له هیڅ داسي عمل دریغ نه کوي چې هغه کې افغانان وځپل شي موږ د یاد برید ټولو قربانیانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته روغتیا غواړو.)
ملګرو ملتونو هم د ناکامورا وژل کیدل غندلي او هغه یې د افغانانو رښتنی خدمتګار یاد کړی.
یوناما په یوه اعلامیه کې لیکلي (ملګري ملتونه د جاپاني مرستندویه کار کوونکي د وژل کېدو غندنه کوي او دغه کار بې مانا وحشي کار بولو. هغه خپل ټول ژوند اړمنو افغانانو ته وقف کړی و او ډير وخت یې هغوی سره په مرسته تېر کړی و.)
د افغانستان بشر حقونو بیا د ناکامورا پر وژل کیدو سخت غبرګون ښودلی دی او له حکومت یي غوښتي چې عاملینو ته یې له قانون سره سم سزا ورکړي.
د بشر حقونو کمیسیون په یوه اعلامیه کې لیکلي ((بشر حقونو کميسيون د ملکي کسانو او د خيريه موسسو د کارکوونکو وژنه جنگي جنايت او د بين المللي بشردوستانه حقونو ښکاره سرغړونه بولي. کميسيون له دولت او اړوندو ارگانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د دې پېښې عاملين په نښه کړي او له قانون سره سمه سزا ورکړي.)
د ناکامورا په وژل کیدو عام وګړو هم خواشیني ښودلي او ناکامورا یي د بیارغوني او پراختیایي برخه کې د دې هېواد رښتینی خدمتګار بللی. خواله رسنیو ټویټر او فیسبوک کې افغانانو له کامورا بښنه غوښتې چې په قدر یې پوه نه شول او په داسې وخت کې ترې لاړ چې لا هم د زراعت د پراختیا هغو پروګرامونو ته نه و رسیدلی چې ارمان یې درلود.

Share this page to Telegram

Comments