ترهګرې ډلې ملي پروسه ننګوي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې ویلي چې ترهګرې ډلې د ملکي افغانانو په وژنې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې ځانمرګی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.

له دې سره اجرایه رییس په یوې غونډه کې دا برید غندلی او باور یې ښودلی چې ترهګرې ډلې په دې ډول بریدونو سره غواړي د ټاکنو پروسه زیانمنه کړي او خلک له ټاکنو راوګرځوي.

عبدالله عبدالله ویلي چې ترهګرې ډلې د بهرنیو استخباراتو په اشاره ملکي وګړي وژني خو په دې سره به هدف ته و نه رسیږي.

Share this page to Telegram

Comments