ترهګرو په کانونو چور ګډ کړی

comments 0

5 Views

هندوکش – امریکا: د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبان، داعش او چارواکي د تالک د ناقانونه کیندنې څخه سلګونه زره ډالره تر لاسه کوي چې ډېری مواد یې اروپايي او امریکايي هېوادونو ته لېږل کېږي.
د راپور له مخې د کانونو ناقانونه کېندنې نه یوازې د وسله والو مالي سرچینې جوړوي بلکې په افغان حکومت کې هم فساد ته لمن وهي.
د څار د نړیوالې ادارې مشر، نیک دوون ویلي، په یو ډول نه یو ډول امریکایان او اروپایان له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې یوازې په دریو میاشتو کې د تالک د کان څخه نږدې پنځه سوه زره ټنه مواد بهرني هېوادونو ته لېږل شوي او د رنګ جوړولو په ګډون په نورو موادو کې هم استعمال شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments