ترهګرو د یو ښوونځي مخ ته چاودنه کړې

comments 0

16 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ اړوند د یو ښونځي مخې ته چاودنه شوې ده.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چاودنه نن سهار شاوخوا اوه بجې د شېرګړ ښوونځي مخې ته شوې ده.
خوږیاڼی وایي، چاودنې د سر او مال زیان نه دی اړولی.
خوږیاڼي هغه ګونګوسې هم رد کړې چې ګنی په ننګرهار کې د احتمالي ګواښونو له امله ښوونځي رخصت شوي دي.
هغه وویل یوازې د تودو سیمو ښوونځي رخصت شوي خو هغه هم د معمول سره سم یي کلنۍ ازموینې پای ته رسېدلي ځکه درې میاشت رخصت ورکړل شوی دی.
تېره ورځ داعش په ننګرهار کې په ځانګړې ډول د نجونو پر ښوونځیو د بریدونو او چاودنو ګواښ کړی
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments