تردې دمه د ټاکنیزو جرمونو ۳۷ قضیې څارنوالې ته رسیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان لویه څارنوالي وايي تر اوسه د ټاکنیزو جرمونو ۳۷ قضيې چې ۱۳۴ کسان په کې شامل دي، دې ادارې ته راجع شوې دي.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ویلي، په ټولیز ډول د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر اوسه، د ټاکنیزو جرمونو ۳۷ قضيې چې ۱۳۷ کسان په کې شامل دي، دې ادارې ته راجع شوې دي.
د ده په خبره، په دغو ۱۳۷ کسانو کې څارونکي، رایې ورکونکي، د حکومتي ادارو او ټاکنو کمېسیون کارکوونکي شامل دي. نوموړي وویل، یادې قضيې په کابل، پکتیا، بدخشان، پنجشېر، بغلان، کاپیسا، کنړ او ننګرهار ولایتونو کې دي.
رسولي وايي، د قانون له مخې د ټاکنیزو جرمونو څېړل په لویې څارنوالۍ پورې اړه لري او د ټاکنیزو شکایتونو ارزول د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا ترسره کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments