ترافیکي پیښې له امله پاکستان کې 14 کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو موټرو جنګیدو له امله 14 کسان وژل شوي او ګن شمیر ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، ظاهرا دغه پيښه د زیات سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده.
د یادونې وړ دې چې پيښه د بلوچستان ایالت مرکز کویټه په اطرافو کې رامنځ ته شوې ده.
د یادې سیمې پولیسو په وینا پیښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ډیر شمیر تپیان شوي دي.
پولیس زیاتوي چې د پیښې ستر عامل خراب سړکونه، زړې موټرې او بی پروا موټر چلوونکي دي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې هر کال د ترافیکي پيښو په پایله کې زرونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply